ملي امنیت: په افغانستان کې د داعش د موجودیت په اړه اندیښنې بې ځایه دي

د افغانستان د ملي امنیت ریاست وایي، چې په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې د موجودیت په اړه اندیښنې بې ځایه دي.

د ملي امنیت مرستیال حسام الدین حسام نن د مشرانوجرګې په فوق العاده غونډه کې وویل، چې داعش افغانستان کې حضورنه لري او په دې اړه اوازې یوازې تبلیغات دي.

په دې غونډه کې د دفاع وزارت سرپرست عنایت الله نظري وویل، چې په افغانستان کې یو شمېرطالبانو له داعش سره بیعت کړی او په اصل کې د داعش جنګیالي دلته نشته.

دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې د لوګر، زابل، غزني، فراه او هلمند ولایتونو کې د داعش یا اسلامي دولت د ډلې د موجودیت خبر ورکړل شوی وو.