د بوکو حرام افراطي ډلې پرکامرون حمله کړې او۶۰ تنه یې له ځان سره بیولي

د بوکو حرام افراطي ډلې وسله والو پرکامرون حمله ترسره کړې او لږ تر لږه ۶۰ تنه یې له ځان سره بیولي دي.

د کامرون پوځي او حکومتي چارواکو وویل چې د بوکوحرام وسله والو د یکشنبې په ورځ د دې هېواد په ختیځ کې پر دوو کلیو حمله وکړه، درې تنه یې ووژل او یو شمېر خلک یې چې اکثره یې ښځې او ماشومان دي، یرغمل کړل.

د کامرون د اطلاعاتو وزیر عیسی چیروما باکري وویل، موږ له وحشي او بې قانونه خلکو سره مخامخ یو.

دا حمله یوه ورځ وروسته ترهغې کیږي چې چاد اعلان کړه چې له کامرون سره د بوکو حرام په وړاندې مبارزه کې د مرستې په خاطر به هغه هېواد ته ځواکونه واستوي.

د بوکو حرام پر افراطي ډلې چې له القاعده سره اړیکه لري، په نایجریا کې د په زرګونو کسانو د وژنو او له خپلو کورونو د څه باندې یو میلیون وګړو د بې ځایه کیدو تور پورې دی.

دا له تیر کال راهیسې چې بوکوحرام پر کامرون حملې پیل کړي، په دې هېواد کې د خلکو یو لوی شمېر دی چې دا ډله یې برمته کوي.