د زابل د ملي امنیت اداره وايي چې په دې ولایت کې د طالبانو یو مهم قوماندان یې نیولی دی.
دې ادارې په یوه بیان کې ویلي چې امنیتي ځواکونو ملامحمدجان په دې وروستیوکې په مرکز ترینکوټ کې نیولی.
بیان زیاتوي چې له محمدجانه د نیولو پرمهال یوه تومانچه هم د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلې ده.
د زابل د ملي امنیت اداره همدا راز وايي چې د طالبانو دې قوماندان په ترینکوټ کې د ورانکارۍ فعالیتونه کول.