د ډونیڅک د هوایي ډګرد کنټرول په تړاو د اوکرایین د پوځ او روسي پلوه بیلتون غوښتونکو ترمنځ جګړې پرون نورې هم سختي شوي.
د ورځې په اوږدوکې چاودنې او د درنو وسلو ډزې وشوې او لږترلږه شپږ نور کسان ووژل شوه.
کیف د شنبې په ورځ په بیړه د جګړې لومړې کرښې ته چې له واورو هم ډکې وې بیړنۍ مرستې ورسولې.
سره له دې چې بیلتون غوښتونکي وایي، ټول هوایي ډګر یې نیولی دی، خو حکومتي ځواکونه دوی په دغه ځای کې له خپلو مواضعو دفاع کوله.
حکومتي ځواکونه دغه راز د تیرې نهه میاشتنې جګړې په اوږدو کې د دوی پرمواضعو حملې د هاوانونو ترټولو سخت حملې بللی دی.
د دواړو لورو ترمنځ د سپتمبرد اوربند سره سره په دې وروستیو کې د ډونیڅک په هوایي ډګرکې جګړې تودې شوي دي.
په دې سره په منسک کې د سولې خبرو د بیا پیلیدو هڅې هم ځنډول شوي دي.
د ملګروملتونو امنیت شورا د جنورۍ پر۱۶ اعلان کړی وو چې راتلونکې اونۍ به د اوکرایین د بحران په اړه بحث وکړي.
دا به د دې شورا ۲۷ غونډه وي چې د دې جګړې په اړه کیږي. د اوکرایین په جګړه کې چې له اپریل څخه پیل شوي، څه باندې ۴۷۰۰ کسان وژل شوي دي.