د قرغزستان یو سرحدي عسکر له تاجکستان سره پر پوله وژل شوی

د قرغزستان سرحدي ځواکونه وايي چې یو عسکر یې له تاجکستان سره پر پوله په نښته کې وژل شوی او دوه تنه زخمیان شوي دي.

د قرغزستان د سرحدي ځواکونو یوه ویاند وویل چې نښته پرون ماښام په "باتیکن" ولایت کې د "ایکول" پر سرحدي پوستې شوې ده.

قرغزي چارواکي وایي چې د پيښې په اړه څيړنې پيل شوي دي.

د تاجکستان او قرغزستان تر منځ په ډيرو سیمو کې لاهم سرحد رسماً نه دی مشخص شوی او له دې امله؛ تل د دواړو هیوادو ترمنځ د مځکې پر سر شخړې رامنځته کیږي.