د روسیې مطبوعاتو نن د اوکراین په ختیځ کې د مسکو د پلویانو بیلتون غوښتونکو د یوه ویاند په حواله وویل چې د ډونیڅک هوايي ډګر په بشپړ ډول نیول شوی دی.
دا رپوټونه خپلواکو سرچینو نه دي تایید کړي.
د روسیې خبري اژانس انټرفاکس د بېلتون غوښتونکو د ناڅرګند ویاند په حواله ویلي چې تیره شپه لږترلږه شل اوکرایني عسکر په زور د ډونیڅک د هوايي ډګر له ساحې څخه وایستل شول.
خو د اوکراین د دفاع وزارت پر فیس بوک لیکلي چې تیره شپه د ډونیڅک د هوايي ډګر په شاوخوا کې پر میشتو اوکرایني عسکرو څو وارې ډزې شوې دي.
د ملګرو ملتو امنیت شورا پرون اعلان وکړ چې راتلونکې اونۍ به د اوکرایین پر بحران خبرې کوي. دا به د اوکرایین پر مساله د امنیت شورا اووه ویشتمه غونډه وي.
په اوکرایین کې له پسرلي راهیسې په روانه جګړه کې تر اوسه څلور زره او اوه سوه کسان وژل شوي دي.