په فلسطیني ځمکو کې د احتمالي جنګي جرمونو په اړه څیړنه پیل شوې

د نړیوالو جرمونو د محکمې څارنوالان وایي؛ په فلسطیني ځمکو کې یې د احتمالي جنګي جرمونو په اړه څیړنه پیل کړي او په نتیجه کې ممکن د اسراییلو او فلسطینیانو پرضد تورونه ولګول شي.

د نړیوالو جرمونو د محکمې څارنوالې "فاتوو بینسوډا" د جمعې په ورځ وویل؛ لومړنۍ څیړنه به په بشپړې خپلواکۍ او بې طرفۍ سره پیل کړي.

د فلسطین حکومت د نړیوالو جرمونو محکمې اصول په رسیمت پیژندلي او د روانې عیسوي میاشتې په سر کې یې له دغې محکمې نه وغوښتل چې په فلسطیني ځمکو کې د جنګي جرمونو د احتمال په اړه دې تحقیقات پیل کړي.

اسراییلو په تیر جون میاشت کې په غزې سختې حملې کړې وې.

اسراییل د نړیوالو جرمونو محکمې غړی نه دی؛ د هاګ د محکمې دا اقدام یې غندلی او یوه دسیسه یې بللې ده.

د اسراییلو د بهرنیو چارو وزیر افیګدور لیبرمان وایي؛ دا د اسراییلو پر ضد یو خاص سیاسي حرکت دی او هڅه کوي چې له اسراییلو څخه د ترور د دفاع په کار کې د هغوی حق ته زیان ورسوي.