د امریکا په اوکلاهوما او فلوریډا ایالتونو کې دوه تنه اعدام شول

پرون په امریکا کې دوه تنه اعدام شول. یو له دې کسانو څخه "چارلز فریدریک وارنر" و چې په ۱۹۹۷ م کال کې د یو ماشوم په وژلو محکوم شوی و او د اوکلاهوما په ایالت کې اعدام شو.

وروسته له هغې چې د اپریل په میاشت کې د یو مجرم د اعدام پر مهال وژونکي پیچکار کم اغیزې ثابته شوه؛ دا لومړنۍ اعدام دی چې په دې ایالت کې ترسره کیږي.

ټاکل شوې وه چې چالز وارنر هم په اپریل میاشت کې اعدام شوی وی؛ خو تر د مخکې یو بل مجرم "کلایتون لاکیت" د اعدام پر مهال د وژونکي پیچکاري وروسته تر مرګ پورې څو ساعته وځوریده؛ نو چارواکو د چارلز وارنر اعدام وځنډاوه.

بلخوا په فلوریډا ایالت کې هم د "جاني شین کورموندي" په نوم یو کس پرون وختي د وژونکي پیچکارۍ په وسیله اعدام شو. نوموړی د یو بانکي مامور په وژلو او د هغه پر میرمن په جنسي تیري مجرم بلل شوی و.

د دې شخص دوه نور جرم شریکي په عمري بند محکوم شوې دي.