یو ماشوم او دوه ځوانان څنګه انتحاري برید ته تیار شول؟

ټولو انتحاري حمله کوونکو ته د پاکستان په ځینو دیني مدرسو کې داسې ذهنیت ورکول کیږي چې د افغانستان ټول خلک کافران دي او باید چې د انتحاري حملو د ترسره کولو له لارې ورسره جهاد وشي.

دیارلس کلن بلال چې د کابل د سروبي ولسوالۍ اوسیدونکی دی؛ یو له هغو کسانو دی چې په دې وروستیو کې د انتحاري حملې د ترسره کولو لپاره کابل ته راغلی و او د افغان امنیتي ځواکونو له لوري ونیول شو.

ده له آزادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې د خپل ماما په هڅو پیښور ته لاړ او هلته یې د تنګي په سیمه کې د مفتي په مدرسه کې د انتحاري حملو روزنې ترلاسه کړې.

بلال وايي، یوه نیم میاشت یې د یوه پاکستاني مُدرس له خوا د انتحاري حملو روزنې ولیدلې.

"راته ویل یې چې جنت ته ځي او په کابل کې ټول کافران دي. جنت ته به لاړ شي. کامیابه به شې. له دوزخ نه خو به بچ شې.

خوشحاله یمه چې نیولی یې یمه؛ له مرګه خو یې بچ کړمه.

دوه ریموټه ول. یو له ما سره و او یو له بل هلک سره. که زما زړه ونه شو؛ نو هغه به ریموټ هلته وهه."

بلال چې لا ماشوم دی، په داسې حال کې چې سترګې یې له اوښکو راډکیږي او وايي چې خپل مور او پلار سخت وریادیږي.

له ده مې وپوښتل که دې انتحاري حمله کړې وای او مور، پلار، خور، ورور یا کوم خپلوان دې وژل شوی وای څه احساس به دې درلود؟

په ځواب کې یې راته وویل له خپل نیت او له دې چې د وسله والو مخالفینو دوکه مې خوړلې پښیمانه یم.

د بلال په څېر اتلس کلن میراحمد چې د لوګر اوسیدونکی دی؛ د انتحاري حملو د ترسره کولو لپاره افغانستان ته راغلی و.

میراحمد آزادي راډیو ته وویل، پاکستاني استادانو یې د انتحاري حملو ټول چلونه د پاکستان د پيښور د کورمه اجنسۍ په محمدیه مدرسې کې ورښودلي وو.

میر احمد چې د قران حافظ هم دی؛ ویل یې چې استادانو یې ورسره وعده کړې وه چې له حملې وروسته به په جنت کې دوه اویا حورې درته ناستې وي:

"ماته یې ویل چې اوسنی دولت دوی مسلمانان نه دي. افغانستان ته امریکایان راغلي دي؛ دوی د امریکا په صف کې دي؛ باید له دوی سره جهاد وکړو. جذبه مې ډېره شوه او د همدې لپاره چې موږ ته یې دعوت او تبلیغ کاوه ځان مې تیار کړ. په تبیلغاتو کې یې موږ ته د اصحابو کیسې کولې او حدیثونه یې راته ویل."

میراحمد همداراز وویل چې د انتحاري حملو د ترسره کولو لپاره ډېر کسان د حقاني شبکې یوه مهم غړي حافظ حقاني روزل.

انتحاري حملو ته د افغان ځوانانو او تنکیو ځوانانو د اماده کیدو ډېر علتونه موجود دي.

افغان کارپوهان بیوزلي، بې سوادي او د ځوانانو لپاره د سمو کارونو نشتوالی؛ د انتحاري حملو د ترسره کولو اصلي لاملونه په ګوته کوي.

خو په هغو کسانو کې چې د انتحاري حملو د ترسره کولو نیت لري؛ داسې کسان هم شته چې له بهرنیو ځواکونو څخه د غچ د اخیستلو لپاره تر ټولو غوره لار همدا د ځان او نورو وژل ګڼي.

ادریس چې د کندهار د میوند ولسوالۍ اوسیدونکی دی؛ آزادي راډیو ته وویل، دوه کاله دمخه یې د بهرنیو پوځیانو په یوه هوايي حمله کې پلار ووژل شو؛ نو ځکه یې په کندهار کې د فرقان العلوم په مدرسه کې د انتحاري حملو زده کړه وکړه او غوښتل یې د کابل د وزیر اکبرخان په سیمه کې انتحاري حمله وکړي:

"یو دم مې په زړه تنګه راغله؛ را ولاړ شوم. پلار مې را یاد شو. دا کفار چې دي. څو واره یې قران شریف سوځولی دی. په حضرت محمد"ص" یې فلمونه هم جوړ کړي دي. بس یو وار مې زړه تنګ شو او دې کار ته راووتلم."

په تېرو دیارلسو کلونو کې د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې ګڼشمیر انتحاري حملې شوي چې په کې پر افغان او بهرنیو پوځیانو سربېره زرګونه عامو خلکو ته هم مرګژوبله اوښتې ده.

په عین حال کې یو شمیر ارواپوهان په افغانستان کې د انتحاري حملو د ترسره کولو لپاره د ځینو خلکو د آماده کیدو علت بې سوادي او هغوی ته په نه پاملرنې کې بولي.

یوه افغان ارواه پوه او د پوهنتون استاد شرف الدین عظیمي په دې اړه آزادي راډیو ته داسې وویل:

"معمولاً په دغه سن او عمر کې یا دې مرحله کې دا مذهبي او دیني لیوالتیاوې ډېریږي.

د دوی رشد د دوی تجسس د دوی عقدې د دوی کورني تعاملات د دوی ځینې نور مسایل د دې مسلې سبب ګرځي. په داسې یوه ټولنه کې چې اویا،اتیا فیصده وګړي یې بې سواده دي واضح خبره ده چې د هغې کورنۍ غړی، اولاد یا زوی دې ته هڅول کیږي چې هغه لاړ شي انتحاري وکړي. بل څوک مړ کړي یا ځان مړ کړي.»

ښاغلي عظیمي همداراز وویل چې کورنۍ باید په خپلو ماشومانو پام ولري او منظم درسي او تفریحي پروګرامونه ورته جوړ کړي.

اخوا د کابل ښار یو شمیر اوسیدونکي انتحاري حملې غندي او د اسلام په خلاف یې بولي.

« نوم مې نصرت هوتک دی. کومې انتحاري حملې چې کیږي دا حرامې دي. مونږ انتحاري حملې ناروا کار دی. له حکومته غواړو چې د دې کار مخه ونیسي.»

«نوم مې نیک عمل ده د کابل اوسیدونکی یم. دا انتحاري حملې چې کیږي دا په شریعت او اسلام کې حرامې دي. باید چې دولت د دې مخنیوی وکړي. باید چې امنیت لږ قوي شي. ملي اردو خپل کار سم ته ورسوي.»

د کابل یو بل اوسیدونکی بیا چې پلار یې څو موده مخکې د کابل په یکه توت سیمه کې په انتحاري حمله کې ووژل شو آزادي راډیو ته وویل د قران او حدیث په هیڅ ځای کې د بیګناه کسانو وژنې ته اجازه نه ده ورکړل شوې.

« پلار مې روژه نیولې وه. پلار مې معلم و. د همدغه افغانستان و. مسلمان و د خلکو زامنو ته یې درس ورکاو. په هماغه شپه یې تر لسو بجو د مکتب شقې جوړولې چې د خلکو زامن ناکامه نه شي. د شاګردانو شقې یې جوړې کړې. دوه رکعته لمونځ یې وکړ او راته ویل یې چې زه لاړم ذویه. »

دیني عالمان بیا د انتحاري حملو په اړه څه نظر لري.

د کابل ښار د دیني عالمانو د شورا رییس مولوي عبدالبصیرحقاني آزادي راډیو ته وویل چې د دیني ارشاداتو له مخې هر څوک چې مسلمان وژني ځای یې دوزخ دی.

« الله رب العزت په قرآن عظیم الشان کې فرمایي. "و من قتل مومن متعمدا فجزاوه جهنم." هر څوک چې مسلمانان وژني د هغوی ځای په دوزخ کې دی.که هغه په پارک کې وي،که هغه په سټډیوم کې وي. که هغه د سړک په سر باندې وي. که هغه په مسجد کې وي. څوک چې مسلمان وژني د اسلام د دین له نظره هغه حرام ده.»

خو وسله وال طالبان بیا وایي چې د نړۍ اکثر دیني عالمان د اسلام دښمن ته د ماتې ورکولو په هدف د انتحاري حملو له ترسره کولو همنظرې دي.

د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد آزادي راډیو ته وویل: له انتحاري حملو نه په فلسطین کې هم کار اخیستل شوی دی او د مسلمانانو د قوي دښمنانو د ماتولو اغیزناکه لاره ده.

له بلې خوا د افغانستان یوه جهادي مشر استاد عبد رب رسول سیاف تېر کال انتحاري حملې حرامې وبللې.

« څوک چې انتحاري ته آماده شوي دا خبره دې واوري. د انتحاري په برخه کې اختلاف ځکه نشته چې انتحاري د توبې کولو فرصت نه شي پیدا کولای. له همدې خاطره یو شمیر عالمان په دې نظر دي باید د انتحاري جنازه ونه شي. زما خبره نه ده د پيغمبر خبره ده. قسم په خدای دی چې د قیامت په ورځ په تندي کې مو لیکل کیږي چې د خدای له رحمته مایوسه دي.»

یو شمیر افغان کارپوهان وايي افغان حکومت باید د وسله والو مخالفینو ډلو او بیا په تېره د د انتحاري حملو د ترسره کونکو د ملاتړو لیکو ته د افغان ځوانانو د ورتلو د مخنیوي په هدف ځانګړي پروګرامونه په پام کې ولري.

دغه کارپوهان ټینګار کوي چې د اسلامي تعلیماتو معتبرې مدرسې باید په خپله افغانستان کې جوړې شي.

د افغانستان په دیني مدرسو کې د قرآن عظیم الشان د اساسي ترجمې او تفسیر په سر هم ټینګار کیږي او دا یوه جدي اړتیا بلل کیږي.