د افغانستان د کرکټ ملي ټیم سبا (شنبې) په ابوظبي کې د ایرلنډ له ټیم سره لوبه کوي.
دا لوبه د هغو درې اړخیزو لوبو په لړۍ کې کېږي چې د کرکټ د نړیوال جام په درشل کې په متحده عربي اماراتو کې روانه ده.
افغان لوبغاړي په دې لړۍ کې له ایرلنډي او سکاټلندي سیالانو سره لوبې کوي. افغانستان د شنبې په ورځ په خپله تېره لوبه کې د ایرلنډ له خوا ماتې وخوړه او دوه مخکینۍ لوبې یې یوه ګټلې او بله بایللې.
د سبا لوبه په دې لړۍ کې د افغانستان وروستۍ سیالي ده چې له هغه وروسته به په نړیوال جام کې چې د فبروري څوارلسمه نېټه په اسټرالیا او نیوزیلنډ کې پیلېږي لوبې کوي.
د نړیوال جام په سیالیو کې به د افغانستان لومړۍ لوبه د فبروري په اتلسمه له بنګلدېش سره وي.