د امریکا د بهرنیوچارو وزیر تېره شپه پاریس ته ورسېد او په پام کې ده چې نن به له فرانسوي چارواکو سره وګوري.
جان کري یوه اونۍ وروسته له هغو حملو فرانسې ته سفر کوي چې اولس کسان په کې ووژل شول. ښاغلی کري نن په داسې حال کې له ولسمشر فرانسوااولاند سره ګوري چې پر متحدوایالاتو له دې کبله انتقادونه وشول چې په فرانسه کې پراخو لاریونونو ته یې هېڅ یو جګپوړی امریکايی مقام نه و ورغلی.
تمه ده چې کري په پاریس کې وینا وکړي او له فرانسې سره به چې د واشنګټن پخوانی متحد بلل کېږي؛ د امریکا د حکومت خواخوږي څرګنده کړي.