اولانډ وایي، فرانسه د داعش پر ضد د الوتکو د انتقالولو بیړۍ لیږي

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند وایي، هېواد یې د الوتکو د انتقالولو بیړۍ لیږي، څو په عراق کې د اسلامي دولت د وسله والو پرضد روان عملیات نور هم پسې سخت شي.

د فرانسې ولسمشر پرون د دغه هېواد په جنوبي ساحل کې د چارلس دې ګول کشتۍ په منځ کې وویل، دا بیړۍ به په عراق او سوریې کې د امریکا په مشرۍ د اسلامي دولت د وسله والو پرضد عملیاتو کې مرسته وکړي:

″د الوتکو انتقالونکې دا بیړۍ به له نژدې له ایتلافي ځواکونو سره مرسته کوي.

ایتلافي ځواکونو ته به ټول امکانات برابرکړي او هره شیبه چې اړتیا لیدل کېږي له دې ځایه به علمیات کولای شي.

له دې د دې ماموریت اهمیت څرګندیږي. په نړېواله کچه زه دا واضح کوم، هغه برید چې زموږ په هېواد کې وشو په هغه کچه ستاسو دا ماموریت مهم دی.″

فرانسې اوس هم په عراق کې د اسلامي دولت د وسله والو پرضد په هوایي بریدونوکې برخه اخیستې ده، خو وروسته تر دې چې په پاریس کې د مسلمانو وسله والو په تروریستي برید کې اوولس کسان ووژل شول، اولاند وویل چې اوس وضعیت داسې دی چې زموږ د بریدونو زیاتیدل ډیر توجه کېدای شي.