د ایران د بهرنیوچارو وزیرجواد ظریف وایي، د هغه امریکایي خبریال برخلیک د ایران محکمې ټاکلی شي چې په تهران کې په یوه تور بندي دی.
جیسون رضاییان چې د امریکا او ایران دواړو تابیعت لري او په تهران کې د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې مسوول مدیردی د ډیسمبرپه لومړیو کې وروسته له یوې اوږدې محاکمې تورن شو.
خو دغه امریکایۍ ورځپاڼه وایي، چې تراوسه معلومه نه ده چې رضاییان په څه متهم شوی دی او دا هم څرګنده نه ده چې دی به کله استیناف طلبه کېږي.
د ایران د بهرنیوچارو وزیر جواد ظریف پرون په جینوا کې خبریالانو ته وویل چې د ایران حکومت به تر وسه وسه خپله مرسته وکړي خو دا قضایي مساله ده.
اته دیرش کلن رضاییان په جولای میاشت کې له خپلې میرمن سره ونیول شو او بیا د ده میرمن په اکتوبر کې خوشې شوه.