پنټاګون د ګوانتاناموله زندانه د پنځو یمني بندیانو د خوشې کېدو اعلان کړی دی.
پنټاګون د ګوانتانامو له زندانه د پنځو یمني بندیانو د خوشې کېدو اعلان کړی دی.
دغه یمنیان له څه باندې لسو کلونو راهیسي په دې زندان کې ساتل کېدل.
پنتاګون وویل، چې یو سړی ایستونیا ته او څلور نور عمان ته استول شوي دي.
دا لومړی ځل دی چې یو هېواد یا هېوادونه په خپله خاوره کې د ګوانتانامو د بندیانو له ځای پرځای کولو سره موافقه کوي.
پنځه واړه سړي په پاکستان کې نیول شوي او د متحده ایالاتو له خوا د القاعده د مشکوکو وسله والو په تور بندیان شوي و.
امریکایي چارواکو پریکړه وکړه چې نور د هغوی د ساتلو اړتیا نشته خو یمن ته یې هم په دې خاطر نه شي استولی چې د هغه هیواد وضعیت ارام نه دی.
واشنګټن د ګوانتانامو زندان د تړلو د هڅو په ترڅ کې کوښښ کاوه چې داسې هېوادونه پیدا کړي چې یمني بندیان په خپله خاوره کې ومني.
په ګوانتاناموکې په اوس وخت کې ۱۲۲ بندیان ساتل کېږي.