د ایران د بهرنیو چارو وزیر به په نژدې راتلونکې کابل ته راشي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر په نژدې راتلونکي کې افغانستان ته ځي.

د ایران ایسنا خبري اژانس د دغه هېواد د بهرنیوچارو د وزارت ویاندې مرضیه افخم له قوله وایي چې جواد ظریف به په لنډې راتلونکي کې افغانستان ته ولاړ شي.

مرضیې افخم وویل، د تهران او په کابل کې د نوي حکومت تر منځ اړیکې ښه شوي دي او د دواړو لوریو ترمنځ د همکارۍ او پراختیا د یوه تړون سندونه لاسلیکېدو ته چمتو شوې دي.

د ایران د بهرنیوچارو د وزارت ویاندې زیاته کړه چې د افغانستان ولسمشراشرف غني به هم ایران ته سفر وکړي.