د افغانستان له اداري فساد سره د مبارزې او د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د پخواني مشر عزیزالله لودین مړی نن له امریکا څخه کابل ته راوړل شو.
د مرحوم عزیزالله د کورنۍ غړي حمیدالله فاروقي آزادۍ راډیو ته وویل چې د نوموړي جنازه په سبا د کابل په عیدګاه جومات کې اخستل کیږي چې وروسته به په خپلې پلرنۍ هدیره چې په هرات ولایت کې ده؛ خارو ته وسپارل شي.
مرحوم لودین د روانې میلادي میاشتې په څلورمه د امریکا په یوه روغتون کې دور پیښې ناروغۍ له امله ومړ.