په کابل کې ۱۷ تنه انتحاریان له چاودېدونکي توکو سره نیول شوي دي

د کابل د امنیې قومندانۍ چارواکي وايي چې د بګرامیو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ملي امنیت منسوبینو سره د ګډو عملیاتو پرمهال یې ۱۷ انتحاري حمله کوونکي له چاویدونکو موادو سره نیولي دي.

د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند حشمت ستانګزي ازادۍ راډیو ته وویل چې یاد کسان په یو کور کې پټ وو او تیره شپه ونیول شول.

ستانګزي زیاته کړه چې د دغو عملیاتو پرمهال یوه تن انتحاري حمله کوونکي په ځانپورې چاویدونکو موادو ته چاودنه ورکړه چې افغان ځواکونو ته یې زیان نه دی اړولی.

ستانګزي وویل چې له نیول شوو کسانو څخه دا مهال تحقیقات روان دي.

د یوه بل خبر له مخې د کندز امنیتي چارواکي وايي چې نن سهار په دې ولایت د وسله والو طالبانو یو مهم قومندان نیولی دی.

د دې ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند سید سرور حسیني آزادۍ راډیو ته وویل چې نیول شوی قومندان ملاعبدالغیور مشهور په عباس دی.