اروپایي اتحادیې او متحده ایالاتو د اوکراین په ختیځ کې د شخړو زیاتیدل وغندل.
لږترلږه یوولس تنه د ډونیڅک په سیمه کې په هغه پیښه کې چې په څو میاشتو کې ترټولو خونړۍ پیښه بلل شوې هغه مهال ووژل شول چې د سپرلۍ پر بس یې یو توغندی ولګید. کیف وایي، دغه توغندی د یاغي وسله والو له سیمې فیر شوی و.
د یاغیانو مشرانو په دغه حمله کې لاس لرل رد کړي دي.
په واشنګټن کې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماري هارف وویل؛ پردغه بس د توغندي لګیدل او د ډونیڅک ښار د هوایي ډګر په شاو خوا کې د جګړو زیاتوالی د روس پلوه بیلتونپالو له کړیو ژمنو ښکاره سرغړونه ده.
په بروکسل کې د اروپایي اتحادیې د بهرني سیاست د مشرې ویاندې وویل چې د اوکراین په ختیځ کې د شخړو زیاتوالی د هغې اړتیا یادوه کوي چې د اوربند د هغې موافقې درناوی وشي چې د سپټمبر په ورستیو کې په مینسک کې ترلاسه شوې وه.