اوباما د سایبر انټرنت امنیت لپاره د پیاوړو قوانینونو وړاندیز کړی

د امریکا ولسمشربارک اوباما د وروستیو سایبري حملو په ترڅ کې د سایبر انټرنت امنیت لپاره د پیاوړو قوانینونو وړاندیز کړی دی.

اوباما پرون د کورنیو چارو وزارت د سایبر امنیتي شبکې له مرکز څخه د لیدو په مهال وویل چې دغه حملې هغه تهدیدونه ښکاره کوي چې مالي سیسټم، د انرژي د تولید او روغتیایي خدماتو شبکو ته چې د انټرنت له لاری خپلې چارې مخ ته وړي؛ متوجه دي.

د اوباما د وړاندیز له مخې به د حکومت او خصوصي کمپنیو ترمنځ د انټرنټي سرغړونو معلومات شریک کیږي.