د افغانستان جمهور ريیس د ابو ظبي له وليعهد سره له افغانستان سره د متحده عرب اماراتو د همکاريو په اړه وليدل.
جمهور ريیس اشرف غني متحده عرب اماراتو ته د خپل دوه ورځني سفر په پيل کې؛ پرون په ابوظبي کې له شيخ محمد بن زيدآل نهيان سره وليدل.
دواړو لورو د دوه اړخيزو اړيکو د ټينګولو؛ د افغانستان د بيارغونې، په سيمه کې د امنيت ټينګولو او له افغانستان سره د روغتيا؛ معارف او زيربنايي پروژو په برخه کې د متحده عرب اماراتو د همکارۍ په اړه خبرې وکړې.
د امارات خبرپاڼې په وينا، دوی همداراز د تشدد، تروريزم او سخت دريځۍ سره د مبارزې په اړه خبرې وکړې.
ټاکل شوې ده، ولسمشر اشرف غني به د دوبۍ له مشرانو، د سوداګرانو له ټولنې او په متحده عرب اماراتو کې مېشتو افغانانو سره هم وګوري.