خبریالان: د ژورنالستانو د ټولنو فعالیتونه بې ګټې دي

یو شمېر افغان خبریالان په افغانستان کې د ژورنالستانو د ټولنو فعالیتونه بې ګټې بولي او انتقاد کوي او وايي یادو ټولنو هغه ډول چې لازمه وه، د خبریالانو له حقونو دفاع ونه شوه کړای.

په ورته وخت کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، په هېواد کې د خبریالانو د فاع د ډېرو ټولنو جوړېدو فساد ته لاره هواره کړې او یادې ټولنې د خپل لګښت راپور ورکونکې نه دي.

بل خوا د خبریالانو د ټولنو مسوولین وايي چې د خبریالانو د حقونو په برخه کې یې ګټور کارونه ترسره کړي دي.

یو شمېرافغان خبریالانو په افغانستان کې له خبریالانو نه د دفاع په ځینو بنسټونه باندې کلک انتقاد کوي او وايي چې د دې بنسټونو ځیني یې په مافیايي کړیو بدلې شوې دي.

څو تنو خبریالانو د سې شنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل یو شمېرهغه بنسټونه چې د ژورنالیستانو له حقونونه د دفاع لپاره کارکوي د خبریالانو له نوم نه ناوړه ګټه پورته کوي او د دې ټولنو مسوولین د جیبونو د ډکولو په فکرونو کې دي.خبریال کریمي په دې اړه وايي:

″د خبریالانو د ټولنو کړنې په هیڅ صورت هم د خبریالانو لپاره د قناعت وړنه دي، تر ډېره د دوی کړنې تشریفاتي دي او خبریالان له دې اړخه زیاتې ستونزې لري.″

بل خبریال عبدالظهورقومي په دې اړه داسې نظرلري:

″څه ډول چې لازمه وه په هغه ډول یې خبریالانو ته کار نه دی کړی، یواځې څو محدودو کسانو ته کار کوي، تر اوسه هم نه خبریالان تقدیر شوي نه بهرنیو سفرونو ته امکانات ورته برابر شوي.″

په افغانستان کې د نوي نظام په راتګ ډېر شمېر چاپي، تصویري، غږیزې رسنۍ رامنځ ته شوې.

په تېرو دیارلسو کلونو کې د افغانستان په مرکز او ولایتونو کې خبریالان د دولتي چارواکو، وسله والو مخالفانو، غیرمسوولو وسله والو ډلو له خوا له بېلابېلو تاوتریخوالو سره مخ شول، چې ان ځیني خبریالان خپل ژوند هم له لاسه ورکړ.

په دې موده کې د یو شمېرکسانو له خوا له خبریالانو ته د دفاع په نامه ځیني ټولنې جوړې شوې او ادعا کوي چې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو لپاره کار کوي.

د افغانستان د ژورنالستانو ملي اتحادیه، د ازاد افغان خبریالانو ټولنه، له خبریالانون نه د دفاع شورا، له ازادو رسنیو د ملاتړ اداره یا نۍ، د جنوبي اسیا د ازادو رسنیو ټولنه یا سفما یادې ټولنې جوړه وي.

په همدې حال کې د افغانستان د ژورنالیستانو ملي اتحادیه وايي چې د خبریالانو د دفاع لپاره یې زیات کارونه کړي.

د دې ټولنې رییس عبدالحمید مبارز په دې اړه وايي:

″وهل ټکول شوي کمرې یې ماتې شوې په ځینو ولایتونو کې ورسره ښه چلند نه کېږي، موږ مداخله کړې له هغوی نه مو دفاع کړې، الته موږ کومه اجرایه قوه نه یو چې خپله دفاع عملي کړو، موږ تل په دولتي چارواکو فشار راوړی، څو د ژورنالیستانو حقوق خوندي کړي.″

خو د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هېواد کې د خبریالانو د حقونو د دفاع د زیات شمېر ټولنو جوړېدای ګټورې نه بولي او ټینګار کوي چې باید یوه اتحادیه رامنځ ته شي.

د دې وزارت سلاکار جلال نوراني ازادۍ راډيو ته وویل چې فعالې ټولنې د خپلو لګښتونو حساب ورکونکې نه دي:

″په مطلق ډول دوی نه حاضریږي چې حساب ورکړي چې له کومه ځای پیسې اخلي په اصل کې دوی موږ ته نه حساب او نه هم راپور راکوي، حتی دوی د مشرتابه پلاوی پر وړاندې حساب ورکونکي نه دي.″

داسې انتقادونه مهم موجود دي یوشمېر هغه ټولنې چې د خبریالانو له حقونو نه د دفاع په برخه کې جوړه شوې په تېروڅو کلونوکې د خبریالانو له نوم نه په استفادې له نړیواله مرستندویه موسسو نه د پام وړ پیسې ترلاسه کړې او هغې یې حیف او میل کړې دي.

د رسنیو یوشمېر فعالان د دې ډول اتحادیو شتون ګټور نه بولي اوټینګار کوي چې حکومت باید د خبریالانو د حقونو د خوندي کولو لپاره یوه مسووله اداره رامنځ ته کړي، او نه باید یاده ټولنه د ځینو مافیايي کړیو ښکار شي، ترڅو په خپلواکه توګه دافغان خبریالانود حقونونه دفاع وکړي.

راپور: رحمت الله افغان