په زرګونو جرمنانو په پاریس کې د تیرۍ اوونۍ تروریستي حملو له قربانیانو سره د پیستون په نامه د اسلام ضد لاریونونه وکړل خو د جرمني صدراعظمه انګیلا میرکل وایي، اسلام په جرمني پوري تړلی دی.
په جرمني کې ښي اړخي غورځنګ چې ځانونه اروپا پال او په لویدیځ کې د اسلام کیدنې ضد بولي، د دوشنبې په ورځ یي په دریزدین Dresden او نورو ښارونوکې مظاهرې تنظیم کړې او د جرمني چارواکو هغه غوښتنه یي رد کړه چې ویلي وو، مظاهرې باید ونه شي.
د یکشنبې په ورځ د جرمني عدلیه وزیرهایکو ماس له دغه غورځنګ په ټینګه غوښتي وو چې لاریونونه باید لغوه کړي او او دوي هیڅ حق نه لري چې د پاریس د تروریستي حملو له قربانیانو سره د پیوستون په نامه، د مسلمانانو پرضد لارو کوڅو ته ووځي.
د جرمني په نورو ښارونو کې خلکو بیا د دې غورځنګ پرضد مظاهرې وکړې او د برلین د پولیسو په وینا، د اسلام ضد مظاهره کوونکو شمېر۴۰۰ و او د اسلام پلویو کسانو شمېر شاوخوا ۴۰۰۰ زرو ته رسیده.
د جرمني صدراعظمه او د هغې کابینه پلان لري چې نن په برلین کې له مسلمانانو سره یوځای د دیني زغم په لاریون کې ګډون وکړي.