د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د مرستې ماموریت (یوناما) د ملي وحدت حکومت له خوا د کابینې د معرفي کولو هرکلی وکړ.
د افغانستان لپاره د ملګروملتونو خاص استازي نیکولاس هیسم Nicholas Haysom په یوه بیان کې ویلي، په کاندید وزیرانو سلاکیدل د جمهور رئیس اشرف غني، اجرائیوي رئیس عبدالله عبدالله او د دوي د ټیمونو د همکارۍ د روحیې څرګندوې دي او د مشارکت او همکارۍ یوه ډیره ښه بیلګه ده.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو خاص استازي دغه راز ویلي، د افغانستان زیاتو ستونزو ته په کتنې، دا هیله شته چې د کاندید وزیرانو پروسه به په نرمۍ او ټاکلې وخت ترسره شي.
ښاغلی هیسم وایي، د ملګروملتونو سازمان د افغانستان ډاډمن ملګری دی او له نویو وزیرانو او چارواکو سره د حکومتي چارو د ملاتړ په برخه کې کار کولو ته سترګې په لار دی.