د روسي فلم جوړونکي اندرې زفیاګنستیف فلم لویاتان [Leviathan] تیره شپه د ګولډن ګلوب په نوم د فلمونو په معتبر فیستیوال کې د ترټولو ښه بهرني فلم جایزه وګټله.
فلم په روسیه کې د اداري فساد، کاغذپرانۍ او د دولت بې تفاوتۍ ته اشاره کوي.
دې ته د غوره بهرني فلم جایزې ورکولو یو شمېرکسانوته سوالونه پيداکړي ځکه چې د فلم د لګښت پینځه دیرش فیصده د روسیې حکومت ورکړی دی.
دا فلم د روسیې له سینما د اسکارجایزې ته هم کاندید دی. د فلم پروډیوسر الکساندر رودنیانسکي دا نظر ردوي چې د فلم هدف د روسیې د حکومت پر کړنلارو انتقاد کول وو. الکساندر رودنیانسکي وویل:
″بلاخره! دا زموږ ټولو ته د ډیرې خوشالۍ ځای دی. زما د فلم ښه برخلیک باور راکوي چې موږ که په کوریا، امریکا، فرانسې یا هرځای کې یو فرق نه کوي او د یوه عادي وګړي مایوسي چې د یوه حکومتي سیسټم له بې تفاوتۍ سره مخامخ دی، یو نړېوال حقیقت دی.″
د فلم جوړونکو دا رد کړې چې فلم یې د روسیې پرحکومت انتقاد کوي.
د ګولډن ګلوب مراسم پرون شپه په کالفورنیا کې جوړ شول:
″د امریکا د بهرنیو چارو وزیرجان کري نن وویل چې د افراطي ډلو د فعالیتونو د مخنیوي لپاره خبرو ته پاریس ته روان دی.″