کرویشیا: د لومړي ځل لپاره ښځینه ولسمشره وټاکل شوه

کرویشیا د لومړي ځل لپاره ښځینه ولسمشره وټاکله.

کولیندا ګرابرکیتاروویچ چې یوه محافظه کاره سیاست واله بلل کیږي، د جمهوري ریاست د دوهم دور په پرونیو انتخاباتو کې د رایو په ډیر لږ توپیر سره ولسمشر ایویا سیپوویچ ته ماتې ورکړه.

هغې له نوموړي شاوخوا ۲۱ زره ډیرې رایې وګټلې.

په کروشیا کې د جمهوري ریاست څوکۍ ترډیره تشریفاتي بڼه لري.