د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې له خونړیو حملو وروسته پرون څه باندې پنځلس لکو خلکو چې د نړۍ د څلوېښتو هېوادونو مشران هم پکې وو، په دې ښار کې لاریون وکړ.
د لاریون ګډونوالو د چارلي اېبدو Charlie Hebdo طنزي اونیزې پردفتر د تروریستي برید له قربانیانو سره خواخوږي څرګنده کړه.
د دې حملې په اولسو قربانیانو کې څلورکارتونیستان هم شامل و. لاریون کوونکو د افراطیت پرضد د یووالي او د چارلي اېبدو د خپرونې او د بیان د ازادۍ د ملاتړشعارونه ورکول.
د فرانسې د کورنیوچارو وزارت وویل، پرون په ټوله فرانسه کې لږ تر لږه درې اعشاریه اوه میلیونه خلکو د افراطیت پرضد لاریون وکړ چې د دې هېواد په تاریخ کې ساری نه لري.
دې وزارت همدا راز ویلي چې د پاریس په لاریون کې د دولس لکو او شپاړس لکو ترمنځ خلکو ګډون کړی و، خو د خلکو پراخ ګډون ته په پام سره یې دقیقه شمېرنه ناممکنه وه.
د یووالي په نوم د دې لاریون مشري د فرانسې او د نړۍ د څلوېښتو هېوادو مشرانو کوله او د دې حملو د قربانیانو د کورنیو غړي هم په کې حاضر وو.