تمه کيږي نن به تر يو میليون زيات خلک او د نړۍ د هيوادونو ګڼ شمېر مشران په پاريس کې په يوه لاريون کې برخه واخلي. دا لاريون په پاريس کې په تروريستي حمله کې وژل شويو کسانو ته د درناوی په مقصد کيږي.
د فرانسې صدر اعظم مانويل والز وايي؛ له هغه وروسته چې د شارلي ابدو د مجلې پر دفتر او د يهودانو پر بازار د اسلامي سخت دريځو له خوا په حمله کې ۱۷ کسه ووژل شول؛ خلک به د آزادۍ او وروګلوۍ لپاره خپله مينه او لېوالتيا وښيي.
له دې لاريون څخه مخکې، د امنيت لپاره زرګونو پوليس او پوځيان ګومارل شوي دي.
د فرانسې د کورنيو چارو وزير برنارډ کازينیوف پرون خبريالانو ته وويل:
"زه ويلی شم، موږ ټول ضروري اقدامات کړي چې لاریون کوونکي خوندي وساتل شي او هغه څوک چې غواړي په لاریون کې برخه واخلي؛ په خوندي توګه برخه په کې واخلي."
د برتانيې صدراعظم ډېويډ کامرون، د جرمني صدراعظمه انګلا مرکل، د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف؛ د اسرايیل صدراعظم بنيامن ناتنياهو او د فلسطين مشر محمود عباس په هغو مشرانو کې شامل دي چې غواړي په دې لاريون کې برخه واخلي.