د کورنیو چارو وزارت په هېواد کې د داعش وسله والو موجودیت رد کړ.
د دېوزارت ویاند صدیق صدیقي آزادۍ راډیو ته وویل چې یو شمېر کسانو د نا سمو معلوماتو له امله په هیواد کې د داعش وسله والو د پیدا کېدو خبره کړې وه چې هیڅ حقیقت نه لري:
"د داعش موضوع داسې یو ه مساله ده چې موږ نشو کولای؛ هغه ومنو او هغه رد وو. دا موضوعات د نا سمو معلوماتو له امله مطرح کیږي یا د افرادو او اشخاصو په اړه پوره معلومات نه لري."
ښاغلي صدیقي زیاته کړه چې افغان ځواکونه به په هیواد کې هیڅ یوې ورانکارې ډلې ته د فعالیت اجازه ور نه کړي.
دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ د ولسي جرګې یو شمیر غړو ویلي وو چې په هلمند او زابل ولایتونو کې د داعش وسله وال پیدا شوي دي.