د فوټبال د غوره لیګ مسوول یوسف کارګر په چړو وهل شوی دی

د فوټبال فډراسیون مسوولین تاییدوي چې د دې لوبې د غوره لیګ سیالیو مسوول محمد یوسف کارګر تیره شپه د نامعلومه کسانو له خوا په چړې وهل شوی دی.

د افغانستان د فوټبال د ملي ټیمونو مسوول فرید مولایي ازادي راډیو ته وویل چې ښاغلي کارګر په سر څو چړې وهل شوی او دا مهال په کابل کې تر درملنې لاندې دی.

نوموړي وویل، پر کارګر تیره شپه د لسو بجو په شااوخوا کې هغه مهال حمله شوه چې کور ته د ستنېدو په حال کې و.

نوموړي د دې پیښې انګیزه په ډاګه نه کړه او ویې ویل چې امنیتي ځواکونه باید دا موضوع وڅیړي.