عبدالله د ښځو د پرمختګ په برخه کې د افغانستان او امریکا د ګډ پروګرام هرکلی کوي

د افغان حکومت اجراییوي رییس د ښځو د پرمختګ په برخه کې د افغانستان او امریکا ترمنځ د ګډ پروګرام هر کلی وکړ.

عبدالله عبدالله نن په کابل کې د یوې خبري ناستې پرمهال د یادې پروژې عملي کېدل په هیواد کې د ښځو د ظرفیت د لوړولو په برخه کې مهم وباله.

ښاغلي عبدالله وویل چې دوی په بیلابیلو برخو کې د ښځو پر رول باور لري.

نوموړي زیاته کړه چې د یادو پروژو لپاره د بیلابیلو هیوادونو له خوا مرسته شوې پیسې باید د افغان حکومت سره په همږغۍ مصرف شي.

امریکا د پروموټ په نوم پروګرام له لارې غواړي چې په راتلونکو پنځو کلونو کې د افغان میرمنو د د وړتیاوو د لوړولو په برخه کې ۲۱۶ میلیونه ډالره ولګوي.