تمه ده د جرمني بریتانیا، ترکیې، روسیې، امریکا، ډنمارک، اسپانیا اوکرایین او ځینو نورو هیوادونو د لوړ پوړو چارواکو په ګډون یو شمیر مشران په فرانسې کې د هغه لوی لاریون سره یوځای شي چې د درې پرله پسې ورځو د بریدونو د قربانیانو د یاد له کبله جوړشوی دی.
د دغو مشرانو د ګډون هدف د نړیوال تروریزم په وړاندې د یوموټيتوب ښودل بلل شوی دی.
د فرانسې د کورنیو چارو وزیر د نن ورځي لویو لاریونونو لپاره د سختو امنیتي تدابیرو خبره کوي او زیاتوي چې د پاریس شاوخوا ته زرګونه پولیس او نور امنیتي ځواکونه ځای پر ځای شوي دي.
برنارد کازینوفې د لاریون ګډونوالو ته د امنیتي تدابیرو له اړخه ډاډ ورکړ.
په فرانسې کې بریدونه هغه مهال پیل شوه چې دوو وسله والو کسانو په پاریس کې د شارلي ابدو مجلې پر دفتر برید وکړ؛ لس تنه خبریالان او کارټون جوړوونکي او دوه پولیس یې په ډزو ووژل.
د فرانسې وروستیو پیښو نړیوال غبرګونونه راپارولي دي او په کلکه غندل شوي دي.