د فرانسې د کورنیو چارو وزیر "برنارډ کازینیوو" نن پر خلکو غږ کړی چې له زغمه کار واخلي او ډاډ یې ورکړ چې زرګونو عسکر او پولیس په پاریس کې د سبا ورځې د ستر لاریون د امنیت لپاره ګومارل شوي دي.
په پاریس کې سبا ستر لاریون وشي چې د جرمني او بریتانیې د صدراعظمانو انګیلا مرکل او ډیويډ کامیرون په ګډون د یو شمیر اروپايي هیوادونو سیاسي رهبران برخه په کې اخلي.