امریکا اوس هم افغانستان ته د جګړې په حال کې د یوه هېواد په سترګه ګوري

سپینه ماڼۍ د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو پرمهال د ملکي وګړو د خوندیتوب تګ لاره په افغانستان کې د اجرا وړنه بولي.

دغه خبره د رولنګ سټون په نوم یوې نشریي د اوباما د ادارې د یوه لوړ پوړي له خولې کړې ده.

رولنګ سټون وایي، سره له دې چې په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د نړېوالو ځواکونو پوځي ماموریت په رسمي ډون ختم اعلان شو، خو د نشریي په خبره امریکا اوس هم افغانستان ته د جګړې په حال کې د یوه هېواد په سترګه ګوري.

د امریکا د ولسمشرۍ پالیسۍ لارښود یا پي پي جي د ۲۰۱۳ کال په مې میاشت کې د هغو اندیښنو په ځواب کې تصویب شو چې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو پرمهال د ملکي تلفاتو له کبله راپورته شوې وې.

د دغه نوي لارښود له مخې ټول امریکایي پوځیان مکلف دي چې د ترهرډول محاربوي اقدام دمخه د ملکي وګړو خوندیتوب ته پام وکړي، خو د امریکایي چارواکو په خبره دا تګ لاره په هغو ځایونو کې نه عملي کېږي چې جګړه په کې دوام ولري.

یوه امریکایي چارواکي چې نوم یې نه دی ښودلی رولنګ سټون نشریي ته ویلي چې افغانستان به په ۲۰۱۵ کال کې هم د هغو هېوادونو په کتارکې وي چې جګړې به په کې دوام ولري.