یو شمېرځوانان ولې په ځینو قومي، ژبنیو او سیاسي مسايلو کې د خپلو مشرانو له خوا تعصب ته هڅول کیږي؟ او دوی بې له دې چې سم او ناسم سره بېل کړي، په پټو سترګو د هغوی مفکوره اخلي.
په نننۍ تاندې څانګې کې همدا موضوع څېړو خو له دې وړاندې یو تکړه ځوان ذبيح الله بېدار درپېژنو چې له ډیرو ستونزو سره یې مقابله کړې او ځان یې رسولی دی. له ژونده یې درس اخيستلی شو.
ذبیح الله بېدار د ننګرهار دی او په ۱۹۸۹ کال د مهاجرت په کلونو کې په پېښورکې زېږېدلی دی.
له لومړنیو زده کړو وروسته یې اقتصادي وضعه دومره خرابه وه چې لوړو زده کړو ته یې ادامه ورنه کړای شوه.
دی وايي چې پلارمې یوازې دومره کول چې کور وساتي. د بېدارملګرو غوښتل چې هغه سره کومک وکړي خو د پلارله وسه یې بیا هم خبره وتلې وه.
دی وايي چې هغه وخت په یوه روپۍ پسې هم حیران وو خو غوښتل مې چې باید خپل ژوند بدل کړم.
وايي اوبو اخيستی په خلیو او خاشو پسې هم لاس اچوي، ذبیح الله بېدارهم د هماغه اوبو اخيستي کس په څېرلاس او پښې وهل پېل کړل او د دې لپاره چې هم خپلو زده کړو ته دوام ورکړي او هم خپل مصارف په خپله پوره کړي نو څه یې وکړل؟
دی وايي چې وړیا کورسونه یې ولوستل، انګریزي ژبه یې زده کړه او بیا یې د همدې ژبې تدریس پېل کړچې لومړنۍ معاش یې درې سوه کلدارې و خو یو وخت چې د تکړه زلمي استاد په حېث مشهور شو نومعاش یې هم لوړشو او له همدې لارې یې خپل مصارف پوره کولای شول.
ښاغلي بېدار په دومره واړه سن کې ترده ډېرو مشرانو ته د انګريزي ورزده کول پېل کړل چې هغوی فکرکاوه دی به هم د دوی ټولګېوال وي، دی یوه جالبه خاطره راسره شریکوي.
د هرې مور ارمان وي چې اولاد یې ارامه او سرلوړی واوسي. د ذبیح الله بېدارمورهم د هغې ورځې په تمه وه چې زوی یې یوه ورځ د ښه موقف څښتن واوسي او دا یې په خپلو سترګو وويني، خو د نصیبونو د لیکونکې خوښه داسې نه وه.
ښاغلي بېدار په دومره واړه سن کې ترده ډېرو مشرانو ته د انګريزي ورزده کول پېل کړل چې هغوی فکرکاوه دی به هم د دوی ټولګېوال وي، دی یوه جالبه خاطره راسره شریکوي.
ده خپلې لوړې زده کړې پای ته ورسولې، اوس نور روزي، په ښه پوسټ کارکوي او نيستي یې غوڅه شوې، خو مور یې نه ګوري او بېدار وايي چې دا مې په زړه یو ډېرلوی ارمان دی چې کاش مور مې ژوندۍ وای.
ذبیح الله بېدار وايي چې له ماشومتوبه یې نطاقي خوښېده خو زمینه ورته برابره نه شوه او د ځينو سندرغاړو په ویډيويي سندروکې یې د ماډل په هېث کار کړی.
بېدار په ریښتیا هم نه یوازې خپل ژوند بدل کړ، بلکې د نورو ژوند او ناسم ذهنیتونه یې بدل کړي دي، د ده پلار نیکونه د مېرمنو له لیک لوست سره مخالفت درلود خو نن بېدار په خپلو خوېندو طب وايي او د کور ټول مصارف د ده په غاړه دي، دی وايي چې هرځوان که ناهیلی نه شي او هڅه وکړي نو خپل بخت بدلولی شي.
٭ ٭ ٭
ځوانان څنګه د تعصب ښکار کیږي؟
ذبيح الله بېدارخو ناسم ذهنیتونه بدل کړل خو ځيني ځوانان بې له دې چې ښه او بد سره بېل کړي، د نورو په مفکورو پسې په پټو سترګو روانيږي.
که د کورنۍ مشر یې قومي، ژبنۍ او یا سیاسي تعصب ولري نو غواړي خپل فکر او کینه هغوی ته هم ورانتقال کړي.
ځوان ژورنالیست سایرځلاند وايي چې که نن سبا زموږ ځوانان، زلمکې او ماشومان د چا په مخ کې خبره نشي کولی او بې زړه دي نو علت یې دا دی چې مشران یې فکري ازادۍ ته نه پرېږدي. دی همدا راز وايي چې که ده ته کله هم په ټولنه کې د کوم قوم، ژبې او یا نورو منفي ذهنیتونو په اړه خبره شوې نو په پتو سترګو ندی ورپسې تللی بلکې د حقیقت د موندلو لپاره یې څار کړی.
د کابل پوهنتون یو ځوان استاد محمود مرهون وايي چې د مشرانو ناسمو خبرو ته شاه کول بې احترامي نه بلکې د ناسم فکر پر وړاندې مبارزه ده.
افغان ژورنالیست او د ټولنيزو چارو شنوونکی عاشق الله یعقوب تعصب یوه ناروغي بولي او ځوانانو ته وايي چې له دې ناروغۍ دې ځانونه وساتي.
ښاغلی یعقوب همدا راز د کورنېو له مشرانو هم غواړي چې خپلو اولادونو ته دې د کینې او تعصب پر ځای د مینې درس ورکړي او د هغوی فکري وده دې نه وژني.
دا خپرونه چې په کابل کې یې نورګل شفق جوړوي او هره شنبې او تکرار یې سه شنبې خپريږي، د ازادي راډيو په ویبپاڼه او فیس بک پاڼه هم اوریدلی او ولوستلی شئ:
www.azadiradio.com
که چېرې غواړئ موږ ته بریښنالیک راولیږئ نو پته ده:
Your browser doesn’t support HTML5
تاندې څانګې
ShafaqN@rferl.org