د بلخ مرستون مسوولان وايي چې په دې بنسټ کې بې وزله او یتیم ماشومان ژمنیو مرستو او د خیریه موسسو کمکونو ته اړتیا لري ترڅو یې ضرورتونه رفع شي.
د بلخ مرستونو د مشرې روح افزا اکبري په خبره چې دې بنسټ کې څه باندې ۸۰ ماشومانو ساتل کیږي چې اړینو ژمنیو مرستو ته اړتیا لري.
د بلخ مرستونو مسوولان په دې بنسټ کې د معتددو ستونزو د شتون او د ژمني توکو د نه موجودیت څخه خبر ورکوي.
د بلخ مرستون مشره روح افزا اکبري وايي چې هر ورځ لسګونه تنه کسان یاد بنسټ ته مراجعه کوي ترڅو د بلخ په مرستون کې شامل شي، خو دوی د امکانات د نشتون په خاطر او همدارنګه د متعددو د ستونزو د موجودیت په دلیل د لا زیاتو کسانو د جذب وړتیا نه لري.
د بلخ په مرستون کې څه باندې ۸۰ تنه ماشومان ساتل کیږي، چې د بې وزله کورنیو څخه دي او یا یې هم په تېروکورنیوجګړوکې نږدې خپل خپلوان له لاسه ورکړي دي.
د بلخ مرستون مشرې ازادۍ راډیوته وویل، چې دوی د نقلیه وسیلې د نشتون او همدارنګه د ژمنیو توکو د کموالي سره مخ دي:
"زموږ په بنسټ کې د موجوده ستونزو سره سره اوس مهال اساسي ستونزه دا ده چې موږ د ماشومانو د لیږد را لیږد په خاطر یوې نقلیه وسیلې ته اړتیا لرو او همدارنګه باید ماشومانو ته یو کتابتون چې مجهز وي جوړشي."
بل خوا بیا د بلخ ولایت په مرستون کې موجوده ماشومان د کتابتون د نه موجودیت او همدارنګه دوی ته د دولت له نه پاملرنې او ورته د زده کړې د ښې زمینې د نه مساعدولو څخه شکایت کوي.
دوی له دولتي بنسټونوڅخه په یاده برخه کې د مرستو غوښتنه کوي:
"دولت بنسټونه او چارواکی دې د دې په هڅه کې شي ترڅو موږ سره د تعلیم او تحصیل د سطحې د لوړوالي په برخه کې مرستې ترسره کړي او د ښه تحصیل زمینه موږته برابره کړي او ترې غواړو چې کتابتون دې راته جوړ کړي."
دوی وايي، چې چارواکې دې له نږدې څخه د دوی د استوګنې له ځایه لیدنه وکړي او ورته دې اړینې مرستې مساعدې کړي.
د بلخ ولایت د ښوونې مشرعبدالعزیز وايي، چې د کاراو ټولنیزو چارو ریاست په همکارۍ سره د دې په هڅه کې دي ترڅو په مرستون کې موجوده ماشومانو ته د عرفوي زده کړو د زمینې د مساعدولو ترڅنګ دوی ته نور درسي امکانات هم برابر کړي:
"موږد کار او ټولنیزو چارو ریاست په مرسته هڅه کوي چې په مرستونه کې موجوده ماشومانو ته د عرفوي زده کړو زمینه برابره شي او همدارنګه ورته په موقع سره کتابونه ورکړل شي."
په داسې حال کې د بلخ مرستون بې وزله ماشومان، دوی ته د ژمني توکو د نشتون او نورو درسي امکاناتو له نه موجودیته خبر ورکوي، چې ورځ تر بلې په کورنیوکې د اقتصادي بې وزلۍ له امله د کارګرو ماشومانو شمېرمخ په زیاتېدو دی.
راپور: مجیب الرحمن حبیب زی، بلخ