د فرانسې ولسمشرفرانسوا اولانډ نن ملي ماتم اعلان کړ

د فرانسې ولسمشرنن ملي ماتم اعلان کړ. فرانسوا اولانډ د پنجشنبې ورځ وروسته تردې د ماتم ورځ کړه چې مخ پټیو وسله والو د دغه هېواد د یوې طنزیه مجلې پر دفتر برید وکړ.

په دې حمله کې چې پرون په پاریس کې د شارلي ابدو د مجلې پر دفتر وشو، دولس تنه ووژل شول او یولس تنه ټپیان شول.

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند دغه برید یو ترورستي برید وباله او له خپل ملته یې وغوښتل چې یو موټی پاتې شي:

″موږ ټول باید د دې مصیبت په وړاندې متحد واوسو. اتحاد زموږ تر ټولو ښه وسله ده.

هیڅ شی موږ نه شي سره بیلولی، هیڅ شی باید موږ د یوه بل په مقابل کې ونه دروي او هیڅ شی باید موږ له یوه بله بیل نه کړي.″

د شارلي ابدو مجلې ته د اسلام د پیغمر د کارتونونو د خپریدو پر سر مخکې هم خبرداریانې ورکړل شوې وې.

د چهارشنبې د ورځې د برید مسوولیت تر اوسه چا نه دی منلی.