م.م: د اپریل په لومړې نیټه به فلسطیني اداره د جرمونو د نړېوالې محکمې غړی شي

د ملګروملتوعمومي منشي بان کي مون وایي، د اپریل په لومړۍ نیټه به فلسطیني ادارې دولت د جرمونو د نړېوالې محکمې غړی شي.

بان کي مون دا اعلان پرون د ملګروملتو د تړونونو په ویب پاڼه کې وکړ.

له دې سره به په هاګ کې د جرمونو نړېواله محکمه یا ( ای سي سي) دا اجازه ورکړي چې د فلسطنیانو په خاوره کې چې کوم جدي جرمونه ترسره کېږي هغوی ته دوسیې جوړې شي او فلسطنیان به وتوانیږي چې د اسراییل له لوري که چیرته جنګي جرمونه ترسره کېږي، دوسیې یې هاګ ته راجع کړي.

د فلسطیني ادارې مشر محمود عباس د ډسمبر په یو دیرشمه د ( ای سي سي) د غړیتوب د غوښتنې سندونه استولي او لاسلیک کړي وو.

دا غوښتنه په هغه ورځ ملګروملتو ته واستول شوه چې امنیت شورا ونه توانیده چې هغه پریکړه لیک تصویب کړي چې له مخې یې یوه فلسطیني دولت ته لاره هواریږي.

د دې په ځواب کې اسراییل د مالیاتو پرهغو پیسو بندیز ولګاوه چې فلسطیني ادارې ته ورتلې.