افغانستان او م.م په سړو سیمو کې له بې ځایه شوو افغانانو سره مرستې پیل کړې

د افغانستان حکومت او ملګروملتو له دوه لکه پنځه ویشت زره هغو بې ځایه شویو افغانانو سره د ژمې مرستې پیل کړي دي چې په سړو سیمو کې اوسي.

حکومت او ملګري ملتونه بې ځایه شویو ته کمپلي، جامې او د سون مواد ورکوي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو د کډوالو د چارو د ادارې مشر بو شاک د چهارشنبې په ورځ د دې مرستو د پیل پرمهال وویل، موږ هیله لرو او باورکوو چې دغه پروګرام به د ژمي په ترڅ کې د هغو بې ځایه شویو کسانو د ستونزو مخه تر یوه بریده ونیسي.

د ملګروملتو د کډوالو د چارو اداره اټکل کوي چې اوس په افغانستان کې د ټولو بې ځایه شویو شمېرتراووه لکه اتیازرو زیات شوی دی. تیرکال دغه شمیره یولک دیرش زرو ته رسیده.