په پاکستان کې نن دوه تنه د تروریزم ضد محکمې په حکم اعدام شول

په پاکستان کې نن دوه تنه د تروریزم ضد محکمې په حکم اعدام شول او په دې توګه د تیرې میاشتې راهیسې چې د اعدام مهلت لغوه شوی، تراوسه ۹ کسان په دې هېواد کې اعدام شوي دي.

دا دوه تنه په ۲۰۰۲ میلادي کال کې په اعدام محکوم شوي وو او ویل کېږي چې د لشکرجنګوي بنسټ پالې ډلې غړې دي او په قتلونو مجرم پیژندل شوي وو.

دا دوه تنه نن په ملتان ښارکې اعدام شول.

پاکستان د ډسمبرپه ۱۶ مه په پیښورکې په یوه ښوونځې باندې د وسله والو له حملې وروسته چې ۱۴۲ تنه زده کوونکې په کې وژل شوي وو، د اعدام مهلت لغوه کړ.

د پاکستان پارلمان د سې شنبې په ورځ رايي ورکړې چې د تروریزم ضد تورونو دوسیې دې په پوځي محاکموکې پرمخ یوړل شي ترڅو په چټکۍ سره پریکړې وشي.