د خوست د پولیسو په یوه روزنیز مرکز موټر بم برید وشو

نن ورځ یوولس بجې د خوست ښار لویدیځ لوري ته د اداري کمپلیکس په سیمه کې د پولیسو په روزنیز مرکز موټر بم برید وشو.

وروسته، د پولیسو د روزنیز مرکز په منځ کې هم د قوي چاودنې غږ واوریل شو او په تعقیب يې د سپکو وسلو ډزې وشوې.

د خوست د والي ویاند مبارز محمد ځدراڼ مشال راډيو ته د برید پخلی وکړ او ویې ویل چې ټوله سیمه د افغان ځواکونو له خوا کلابند شوې، خو د تلفاتو او زیانونو په تړاو يې تر اوسه مالومات نشته.