د کاناډا دوه بیړۍ به چې د اوکراین له پوځ سره غیرجنګي مرستې په کې بار دي، نن د ادیسه ښاربندرته ورسیږي.
د اوکراین د جمهوریس یوه همکار یوري بیریکوف دغه اعلان پرون وکړ.
هغه وویل، دغه پوځي مرستې به چې ډیری یې ژمنی یونوفورم او موزې دي، په ادیسه کې رضاکارې موسسې ترلاسه کړي او پر هغو ځواکونو به یې وویشي چې د اوکراین په ختیځ کې د روس پلوه بیلتون پالو پرضد جنګیږي.
د لیتوانیا دفاع وزیر پرون وویل چې هېواد یې پوځي وسایل اوکراین ته ورکړي خو په دې اړه چې هغه څه ډول وسایل دي جزیات ورنکړل.
په عین حال کې د اوکراین د ولسمشرپترو پروشینکو پرون د اوکراین پوځ ته د جنګي وسایلو او تجهیزاتو د سپارلو په مهال وویل چې د هېواد پوځ یې نن ورځ ډیرغښتلی دی:
″د کړکیچ په دغو اومیاشتو کې د اوکراین نوی پوځ، د اوکراین نوي ځواکونه زیږیدلي دي.
مورال او تجهیزاتو ته په پام سره موږ ویلای شو چې دا پوځ یود اروپا ترټولو پیاوړی پوځ دی.″
د پروشینکو همکاربیریکوف دغه راز ویلي چې د کاناډا د غیرجنګي مرستو بله بیړۍ بیړۍ به هم د روانې میاشتې په نیمایي کې اوکراین ته راورسیږي.
د یوه بل خبرله مخې د اوکراین په ختیځ کې په یوه ترافیکي پیښه کې د اوکراین د ملي ګارډ ۱۳ پوځیان وژل شوي دي.
چارواکو وویل، دا پیښه پرون د ورځې ناوخته د خرابې هوا له امله په دونیڅک سیمه کې رامنځ ته شوې او ډیری پوځیان هغه مهال ووژل شول چې یوه پوځي لوی موټرله یوه بس سره ټکر وکړ.
په روغتون کې د بسترشویو دولسو ټپیانو یوه یې نن ساه ورکړه.