د دوشنبې په ورځ ایرو د امریکایي ډالر په مقابل کې د نهوکالو موده کې ترټولو تیټې سطحې ته ورسیده، د روسیې روبل هم ټیټ شو او د خامو تیلو یو بیرل له پنځوسو ډالرو څخه په ټیټه بیه وپلورل شو.
یوه اروپایي پیسه یا ایرو له یو ډالر او ۱۸ سنټو سره تبادله شوه او دا د ۲۰۰۶ م کال مارچ میاشتې راهیسې تر ټولو ټیټ نرخ و.
د اروپا اسهام هم تیټ شول او دا ځکه چې له خلکو سره اندیښنې پیدا شوې چې یونان ممکن له ایرو ساحې څخه ووځي.
د روسیې روبل چې په تیرکال کې یي تقریبا خپل ارزښت نیمایي له لاسه ورکړی و، د دوشنبې په ورځ یو امریکایي ډالر له شپیتو روبلو سره تبادله شو.