د افغانستان د فواید عامې وزارت چارواکي وایي، چې مالیې وزارت د نوي مالي کال په بودجه کې د دوی دیرشو نیمګړو پروژو ته پیسې نه دي ځانګړي کړي.
د دې وزارت سرپرست نورګل منګل ازادي راډیو ته وویل، چې د سړک جوړولو اړوند دغه دیرش پروژې په بېلابېلو ولایتونوکې دي او که پیسې ورته ځانګړې نه شي، د خلکو غبرګونونه به راوپاریږي.
خو د ماليي وزارت وايي، چې د فواید عامې وزرات د نا تکمیل شوو پروژو لپاره د ځانګړي بودجې پرسرکار روان دی.
دا غوښتنه په داسې حال کې کیږي، چې تر اوسه ولسي جرګې د روان مالي کال بودجه نه ده تصویب کړې.