روحاني: ایران ښايي له سختګیرو مذهبي چارواکو د تیریدو لپاره د ټولپوښتنې لار خپله کړي

د ایران ولسمشرحسن روحاني ښايي پر داسې مسایلو چې ټول ولس ته د اندیښنې وړ دي، د دې هېواد له سختګیرو مذهبي چارواکو د تیریدو لپاره د ټولپوښتنې لار خپله کړي.

روحاني پرون په ټلویزیوني وینا کې، دا غوره وبلله چې پر یو شمېراقتصادي، ټولنیزو او مهمو کلتوري مسایلو د پارلمان پرځای، د عمومي ټولپوښتنې پراساس پریکړه وشي.

د ایران اساسي قانون پرمهمو ملي مسایلو عمومي ټولپوښتنې ته اجازه ورکوي خو د قانون له دې برخې په ندرت کار اخیستل شوی دی.

ولسمشرحسن روحاني په دې باوردی چې د ایران د نړېوالې انزوا د پای ته رسولو او شفافیت لپاره باید په اقتصادي چارو کې د دولت مداخله کمه شي.

د تهران د اټمي پروګرام په اړه د مذاکرو د ناکامۍ له امله پر ایران د نړېوالو بندیزونو د ایران اقتصاد ته شدیده ضربه ورکړې ده.

د حسن روحاني دا وروستۍ وینا، د ایران په پارلمان کې پر هغو سخت دریځو انتقاد ګڼل کیږي چې د مخکني ولسمشر محمود احمدي نژاد د اقتصادي سیاست ملاتړکوونکي وو.