ولې ځینې پېغلې نجونې په ډاډه زړه نسايي ډاکټرې ته نه شي ورتلای؟

که پیغلې نجونې نسایي ډاکټرې ته لاړې شي؛ خلک په ښه نظر نه ورته ګوري.

په افغاني ټولنه کې دا ناوړه دود ډیر حاکم دی چې که پیغله نجلۍ نسایي ډاکټر ته لاړه شي خلک منفي تبصرې ورپسې کوي؛ د مریضې نوم ور پورې کوي او ګڼې نورې تبصرې پرې کوي او کورنۍ هم له دې وېرې چې سبا به یې لور پسې څوک په مرکې نه راځي خپلې لورګانې ډاکتر ته نه بیایي.

خو پیغلې نجونې هم لکه د نورو انسانانو په څېر خپل ضرورتونه او مشکلات لري او له ګڼو ناروغیو سره مخ کیدای شي؛ یعنې هغه ستونزې چې یوه واده شوې ښځه یې لري؛ کیدای شي یوې نجلۍ ته چې واده یې نه وي کړی؛ هم پیدا شي. لکه کم خوني، په میاشتني عادت کې ځینې ستونزې؛ د تیتانوس واکسین تطبیق او او ډیرې نورې ناروغۍ.

جوړوونکې: مسعوده نیازۍ

Your browser doesn’t support HTML5

ولې ځینې پېغلې نجونې په ډاډه زړه نسايي ډاکټرې ته نه شي ورتلای؟