د کندز ولایت امنیتي مسولین وايي چې د دغه ولایت په څو امنیتي پوستو د وسله والو مخالفینو د برید له امله پینځه وسله وال وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.
د کندز د امنیې قومندانۍ د امنیت آمر سید جهانګیر آزادۍ راډیو ته وویل چې دا پېښه تیره شپه ناوخته د چهاردرې ولسوالۍ په مربوطاتو کې شوې.
طالبانو د دې حملې مسوولیت اخستی او پولیسو ته یې د مرګ ژوبلې د اړولو ادعا کړې ده.