د افغانستان د کرکټ ملي ټیم نن د نړیوال جام سیالیو لپاره د تیاري په خاطر متحده عربي اماراتو ته ولاړ.
د کرکټ بورډ ویاند فریدهوتک ازادي راډیو ته وویل؛ افغان ټیم په دې سفر کې د ایرلنډ او سکاټلنډ له ټیمونو سره څلور لوبې کوي چې لومړۍ یوه یې د روانۍ اوونۍ په پنجشنبې ورځ ترسره کیږي.
افغان ټيم د نړیوال جام لپاره پنځلس کسیزه ټیم هم اعلان کړی چې په دې سفر کې هم دا لوبغاړي شامل دي.
د نړیوال پنځوس اوره جام سیالۍ دا ځل د اسټرالیا او نیوزلنډ په کوربه توب یوه میاشت وروسته پیلیږي.