نعمت الله: پاکستان په مستقیمه توګه له وسله والو مخالفینو څخه ملاتړ کوي

په جوزجان ولایت کې د سولې له پروسې سره د یوه دوه سوه کسیز یوځای شوي ګروپ مشر وايي؛ پاکستان په مستقیمه توګه له وسله والو مخالفینو ملاتړ کوي.

د دغه ګروپ مشر مفتي نعمت الله نن ازادي راډیو ته وویل؛ پاکستان په افغانستان کې په نا امنیو، انتحاري او انفجاري حملو کې لاس لري.

په یوه بل خبر کې اورئ چې د کندز په امام صاحب ولسوالۍ کې د محلي پولیسو دوه قومندانان او یو ملکي کس وژل شوي دي.

د امام صاحب ولسوال امان الدین قریشي نن ازادي راډیو ته وویل؛ د مقصود او خال محمد په نوم د محلي پولیسو دا قومندانان او یو بل ملکي پرون شپه ناوخته د وسله والو په یوه حمله کې ووژل شول.

د قریشي په خبره په دې حمله کې یو محلي پولیس ټپي شوی دی او وسله والو مخالفینو ته هم مرګژوبله اړول شوې ده.