العبادي د عراق په بصره کې پر سني ملایانو د برید په اړه د پلټنې امرکړی

عراقي صدراعظم، حيدر العبادي حکم کړی دی چې د دې هيواد په ښار بصره کې د درې سني ملايانو د وژلو او دوو نورو د ټپي کېدلو پلټنې دې وشي.

عبادي پرون د چټکو پلټنو او په دې پېښو کې د لاس درلودونکو د نيولو غوښتنه وکړه.

د پوليسو په وينا، د جنورۍ د لومړۍ نېټې حمله د څلورو وسله والو کسانو له خوا تر سره شوه چې د ملايانو پر موټر يې ډزې پيل کړې.

د دې پېښې مسووليت تر اوسه هيچا نه دی قبول کړی.

د پوليسو يوه چارواکي وويل چې د وژل شویو کسانو څخه يوه د اسلامي دولت سخت دريځې ډلې يا داعش د غړيو له خوا د مرګ ګواښونه هم تر لاسه کړي وو.