فلسطین هڅه کوي د نړېوالې جنايي محکمې غړیتوب ترلاسه کړي

په ملګرو ملتو کې د فلسطین استازي د جمعې په ورځ د نړیوالې جنایي محکمې د غړیتوب لپاره غوښتن لیک ورکړ او په دې توګه به دوی وکړای شي چې د اسراییلو پر وړاندې د جنګي جنایتونو شکایتونه ثبت کړي.

په دې محکمه کې په غړیتوب سره به فلسطینیان وکړای شي؛ د هاګ محکمه کې پر اسراییلو فشارونه واچوي؛ خو امریکا او اسراییل د فلسطینیانو د دې عمل سخت مخالفت کوي.

په ملګرو ملتو کې د فلسطین استازي "ریاض منصور" د جمعې په ورځ وویل؛ دا یو ډیر مهم ګام دی، موږ د ټولو هغو قربانیانو لپاره عدالت غواړو؛ کوم چې د اسراییلو یعنې اشغالګر طاقت له خوا وژل شوي دي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون به د فلسطینیانو د غړیتوب پر غوښتن لیک غور وکړي او د شپیتو ورځو په موده کې باید چې غړي هیوادونه ورباندې خبر کړي.